په قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې (اتحاد العالمي لعلماء المسلمین) له رییس شيخ علي محيالدین القره داغي سره لیدنه کړې.
قطر کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په روانو سیاسي حالاتو، اسلامي نړۍ ته د افغانستان د ځمکنیو حقایقو او رښتیني انځور په رسولو کې د علماوو پر نقش او افغانستان کې د علماوو او د اتحاد علماء المسلمین ترمنځ د اړیکو او همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

