ایبيسي خبري شبکې راپور ورکړی، چې امریکا کې د قوي ژمني توپان له امله تراوسه لږ تر لږه ۴۲ تنه وژل شوي دي.
د راپور له مخې، دغه توپان د امریکا د هوایي ترانسپورټ په تاریخ کې تر ټولې زیاتې الوتنې لغوه کړې دي؛ چې تراوسه له ۲۰ زرو زیاتې الوتنې لغوه شوې دي.
د یادونې وړ ده، دغه مرګونی ژمنی توپان چې د درنې واورې اورښت هم ورسره مل دی، د سلګونه زره خلکو برېښنا هم پرې کړې ده.

