ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عدلیې وزارت: پر اسلامي قوانینو نېوکه، پر شریعت نېوکه ده

د عدلیې وزارت وایي، چې د افغانستان د اسلامي امارت تقنيني اسناد په بشپړ ډول د اسلامي شریعت له احکامو سره سم دي او پر دغو اسنادو نېوکه کول د شریعت له اصولو سرغړونه بلل کېږي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت تقنيني اسناد د هېواد د جیدو علماوو د ګڼو هیتونو له لوري، د هر وزارت او اړوندې ادارې، د عدلیې وزارت، سترې محکمې او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د دفتر په کچه، د الله تعالی د کتاب، د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د سنتو او د حنفي فقهې د معتبرو کتابونو پر بنسټ تدوین او تخریج کېږي.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دغه تقنيني اسناد په پرله‌پسې ډول د اسلامي شریعت له پلوه د مطابقت لپاره ارزول کېږي او تر هغې وروسته د توشیح په موخه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی حضور ته وړاندې کېږي.

د عدلیې وزارت په وینا، د اسلامي امارت په تقنيني اسنادو کې هېڅ داسې ماده، فقره، جزء، بند او حکم شتون نه لري، چې د اسلامي شریعت خلاف وي یا شرعي منبع ونه لري، بلکې ټول اسناد په بشپړه توګه د اسلامي شریعت مطابق دي او پر هغوی اعتراض، پر شریعت اعتراض بلل کېږي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې دا ډول اعتراضونه شرعي او علمي بنسټ نه لري، بلکې د جهل یا تجاهل له مخې ترسره کېږي او شرعاً جرم ګڼل کېږي؛ له همدې امله، پر تقنيني اسنادو اعتراض کوونکي کسان به د قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.