د هرات والي شیخ نوراحمد اسلامجار د ایران د خراسان رضوي له والي غلام حسین مظفري سره په صفري نقطه کې لیدنه وکړه.
د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو او د نقلیه وسایطو د تګ – راتګ زیاتوالي، د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر د چټکتیا او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې کړي.
په دې لیدنه کې د هرات والي د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر ارزښت ټینګار کړی او د سوداګرو په چارو او ترانزیټ برخو کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده.
ورته مهال، د ایران د خراسان رضوي والي په اسلام قلعه بندر کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او سوداګریزو فعالیتونو بهیر د ښهوالي لپاره د خپل د هېواد د همکاریو د پیاوړتیا ډاډ ورکړی دی.

