ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل او باکو د دوه اړخیزو چاپېریالي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره لیدنه وکړه.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي؛ چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقلیم بدلون، نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د ګډون،تخنیکي همکاریو او د دوه اړخیزو چاپېریالي اړیکو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

مولوي مطیع‌الحق خالص د اذربایجان له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او په ځانګړي ډول یې د COP_29 کنفرانس په تړاو د افغانستان د ګډون د تسهیل لپاره د یاد هېواد د دیپلوماتیکو هڅو قدرداني وکړه.

نوموړي وویل، که څه هم افغانستان COP-30 نړۍ وال کنفرانس ته ونه بلل شو، خو د اذربایجان ملاتړ او همکاري د ستایني وړ ده او افغان حکومت یې له هلوځلو مننه کوي.

ښاغلي خالص همداراز د COP_31 د اقلیمي بدلون نړۍوال کنفرانس چې ټاکل شوې په ترکیه کې ترسره شي له اذربایجان څخه وغوښتل چې د ترکیې له حکومت، د UNFCCC له سکرتریت او نورو اړوندو نړیوالو مراجعو سره همغږي وکړي، تر څو د افغانستان رسمي ګډون ته زمینه برابره شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان ګډون د سیمې د اقلیمي ننګونو د ګډ مدیریت لپاره یو عملي اړتیا ده.

دغه‌راز په دې لیدنه کې د WUF_13 نړیوال ښاریتوب کنفرانس په اړه هم خبرې وشوې چې ټاکل شوې په اذربایجان کې ترسره شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس وویل، د دې کنفرانس لپاره ادارې ته رسمي بلنلیک رسېدلی او هیله یې څرګنده کړه، چې د اذربایجان دولت د افغان پلاوي د ګډون د تسهیل، ویزې، سفر، لوژستیکي اسانتیاوو او تخنیکي پروسو په برخه کې ځانګړې همکاري وکړي.

مولوي مطیع‌الحق خالص په چاپېریالي څارنه، د هوايي کیفیت د کنټرول، GIS، ریموټ سنسینګ او ډیجیټلي وسایلو په برخه کې د تخنیکي همکاریو، د ګډو څېړنیزو او د اقلیمي بدلون سره د سازښتي پروژو، د پایدار ښاري او کلیوالي چاپېریالي پلانونو د تجربو د تبادلې او د ځنډېدلو چاپېریالي پروژو د بیا پیلیدو په برخه کې د اذربایجان له سفیر څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه‌راز په دې لیدنه کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو او دوستانه همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل؛ چې هېواد یې د افغانستان د چاپېریالي او اقلیمي ننګونو درک کوي او هڅه کوي چې دا موضوعات په سیمه‌ییزو او نړیوالو فورمونو کې مطرح کړي.

نوموړي د COP_31 کنفرانس چې ټاکل شوې په ترکیه کې ترسره شي په اشارې سره ډاډ ورکړ، چې د اذربایجان دولت به د ترکیې له اړوندو مراجعو، د UNFCCC له سکرتریت او نورو نړیوالو بنسټونو سره د همغږۍ په برخه کې همکاري وکړي تر څو د افغانستان د رسمي ګډون لپاره ممکنې لارې وڅېړل شي.

همداراز الهام محمدوف د WUF_13 نړیوال کنفرانس چې ټاکل شوې په اذربایجان کې ترسره شي وویل؛ هېواد یې د دې کنفرانس کوربه‌توب ته ځانګړی اهمیت ورکوي او ژمنه یې وکړه چې د افغان پلاوي د ګډون لپاره به له اړوندو ادارو سره اړینه همغږي ترسره کړي.

نوموړي دغه‌راز د چاپېریالي څارنې، هوايي کیفیت د کنټرول، GIS، ریموټ سنسینګ او ډیجیټلي وسایلو په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې اذربایجان چمتو دی د تخنیکي تجربو د انتقال، د سافټویرونو د شریکولو او د افغان تخنیکي ټیمونو د روزنې په برخه کې همکاري وکړي. په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو چاپېریالي همکاریو د چوکاټ جوړولو او د یوه دایمي ګډ چاپېریالي کاري ګروپ د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وشو تر څو دا همکارۍ منظمې، عملي او دوامدارې شي.