د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار د برېښنایي تجهیزاتو تولیدوونکې ترکي کمپنۍ (Marbeyaz) له مسول ګونای کُسای سره د اوبو برېښنا په برخه کې د پانګونې، د تجهیزاتو ترمیم او عصري ټېکنالوژۍ پر مټ د نوې کېدونکې برېښنا نويو سیستمونو نصب په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، په دې لیدنه کې ښاغلي ګونای د اوبو څخه د برېښنا تولید، د توربینونو ترمیم او نصب او د تخنیکي کارکوونکو ظرفیت لوړونې په برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه.
ورته مهال ملا عبدالحق همکار د ترکي شرکت مسول ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کې د پانګونې لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته شوي او ټول پانګوال کولای شي اړوندو برخو کې پانګونه وکړي.
د ناستې پای کې په دې ټېنګار شوی، چې د افغانستان برېښنا شرکت او یادې کمپنۍ تخنیکي څانګو ترمنځ ګډې ناستې وشي او د هېواد ولایتونو کې د شته اوبو سرچېنو څخه د برېښنا تولید برخو کې تخنیکي ارزونې ترسره شي.
د یادونې وړ ده؛ چې هېواد کې د امنیتي، اقتصادي او رڼې حکومتولۍ پر مټ هر اړخیز ثبات ددې لامل شوی، چې نړیوالې کمپنۍ د برېښنا او برېښنايي تجهیزاتو تولید برخو کې پانګونې وکړي، چې دا بهیر تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د برېښنا برخه کې تر ټولو زیات چټک شوی دی.

