په استانبول کې د افغانستان سرقونسل مفتي محمد اکبر عظیمي په کوربه هېواد کې د هند د خپلواکۍ ۷۷مې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړ.
استانبول کې د افغانستان قونسلګري وایي، چې مفتي محمد اکبر عظیمي د دې مراسمو په څنډ کې د هند له سرقونسل سره د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

