د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي ګواښ ته په غبرګون کې ویلي، چې د ایران وسلهوال ځواکونه په بشپړ چمتووالي سره د خپل هېواد د خاورې، هوايي حریم او ځمکنیو اوبو پر وړاندې د هر ډول تېري پر وړاندې چټک او قاطع ځواب ویلو ته «ګوته پر ماشه» دي.
نوموړي زیاته، له ۱۲ ورځنۍ جګړې څخه ترلاسه شوي ارزښتناک درسونه موږ ته دا وړتیا راکړی، چې اوس په لا ډېر ځواک، چټکتیا او شدت سره غبرګون وښیو.
ښاغلي عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ایران تل د یوې «منصفانه، عادلانه او د متقابل ګټو» پر بنسټ ولاړ د اتومي هوکړې هرکلی کړی دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې اتومي وسلې د ایران په امنیتي محاسباتو کې هېڅ ځای نه لري او تهران هېڅکله د دغو وسلو ترلاسه کولو هڅه نه ده کړې.

