ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او فرانسې تر منځ په ‌ډيپلوماټیکو اړیکو خبرې شوې

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر فابریس سیباستین سره وکتل.

قطر کې د افغانستان سفارت وايي، دې کتنه کې د افغانستان په دوه اړخیزه اقتصاد محوره بهرني سیاست، روغتیايي خدمتونو، د کډوالو پر اړتیاوو او د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو ډیپلوماټیکو اړیکو بحث شوی دی.

د یاد سفارت په خبره، د فرانسې شارژدافیر به د یادو موضوعاتو د تعقیب په موخه په راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي.