ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د اشغال پای او د اسلامي نظام حاکمیت د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنې دي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد له «پیام افغان» ټلویزون سره په ځانګړې مرکه کې د اشغال پای او د اسلامي نظام حاکمول د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنو بللې.

ښاغلي مجاهد اقتصادي لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د تولیدې کارخونو شمېر یو زر او ۲۰۰ ته رسېدلی.

نوموړي زیاته کړې، د تېرکال پسرلي څخه تر دې دمه دوه میلیونه او ۸۰۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې اسلامي امارت وکولای شول چې راستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې غوره خدمات وړاندې کړي.

د اسلامي امارت ویاند په یاده مرکه کې همدا راز وویلي، جزايي اصولنامه د قضايي چارو د لا ښه پلې کولو په موخه توشېح شوې، چې په یادشوې اصولنامه کې لیکل شوي تعزیرات له اسلامي شریعت او حنفي فقې څخه اخیستل شوي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد څرګنده کړې، چې اسلامي امارت له امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د نیکو او متوازنو اړیکو غوښتونکی دی.

نوموړي له «پیام افغان» ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار وکړ:« احتمالا امریکا دې پایلې ته رسېدلې چې په افغانستان کې له ډيپلوماټیک حضور پرته د دوی په ګټه نه دی.»