د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ، د افغان ملي سوداګرو له لوري د روان ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې له کندهار ولایت څخه نږدې ۲۳ زره ټنه انار بېلابېلو بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي، چې په لومړي ځل قطر ته هم ۲۰ ټنه انار صادر شوي دي.
د کندهار د کرنیزو چارو امریت د معلوماتو له مخې، روان کال د کندهار د انارو کیفیت د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ ښه و او ورسره جوخت د انارو ناروغۍ او افتونه هم تر ډېره کنټرول شوي وو.
د مسولینو په وینا، همدغه ښه کیفیت او د ناروغیو کموالی د دې لامل شوی، چې د کندهار انارو ته په بهرنیو بازارونو کې غوښتنه زیاته شي.
د اسلامي امارت د مسولینو او افغان ملي سوداګرو د ګډو او پرلهپسې هڅو په پایله کې، د کندهار انار پاکستان، هند، سعودي عربستان، مالیزیا، اوزبېکستان، روسیه، قزاقستان، متحده عربي امارات او قطر هېوادونو ته صادر شوي دي.
په دې لړ کې قطر ته د انارو صادرات د کندهار د کرنیزو محصولاتو لپاره یو نوی او مهم بازار بلل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د روان ۱۴۰۴ کال پر مهال په کندهار ولایت کې شاوخوا پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو بڼونه شتون درلود، چې له دغو بڼونو څخه نږدې ۲۷۴ زره ټنه حاصل ترلاسه شوی دی.
کندهار د هېواد په کچه د انارو له مهمو تولیدوونکو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د دې ولایت انار د ښه کیفیت، خوند او د اوږدې ساتنې وړتیا له امله په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې ځانګړی ارزښت لري.
دغهراز چارواکي باور لري، چې د کرنیزو چارو د لا ښه تنظیم، د ناروغیو د مخنیوي او د صادراتو د پراختیا په دوام سره به په راتلونکو کلونو کې د کندهار د انارو صادرات لا زیات شي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت به نور هم پیاوړی شي.

