د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د خپل سفر پر مهال په استانبول کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو او همدارنګه په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د دولت او ولس له خوا د ایران د ملي حاکمیت د ملاتړ، د بهرنیو لاسوهنو د رد او د صهیونیستي رژیم د کړنو پر وړاندې د ولسمشر اردوغان د دریځ ستاینه کړې او د اسلامي هېوادونو ترمنځ یې د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
سید عباس عراقچي په دې لیدنه کې ویلي، ایران هېڅکله له هغو مذاکراتو څخه مخ نه دی اړولی، چې د متقابل درناوي، د تهران د قانوني ګټو د منلو او مشروع اندېښنو پر بنسټ ولاړ وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اټومي موضوع په اړه د ترکیې له مسولانه دریځ هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې ایران تل د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل پلوی پاتې شوی دی.
دغهراز په دې لیدنه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د ایران دولت او ولس به د ملي یووالي له لارې پر شته ننګونو برلاسي شي.
په پای کې رجب طیب اردوغان ټینګار کړی، چې د ایران د اټومي موضوع یوازینۍ حللاره ډیپلوماسي ده او ترکیه په دې برخه کې د هر ډول رغنده هڅو لپاره چمتو ده.

