د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب وایي، چې د سعودي عربستان له لوري افغانستان ته د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لپاره د ۳۰ زره حاجیانو د حج سهمیه ورکړل شوې او د زیاتو هڅو په پایله کې د سعودي حکومت له خوا په راتلونکو کلونو کې د دې سهمیې د زیاتولو ژمنه هم ترلاسه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې سږ کال د هر حاجي د حج ټول لګښت ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ ټاکل شوی، چې د تېر کال په پرتله د هر حاجي په لګښتونو کې ۱۵ زره او ۶۹۰ افغانۍ کموالی ښيي.
د ښاغلي ثاقب په وینا، سږ کال د حج پروسې ټولیز لګښت ۷ میلیارده، ۸۱۸ میلیونه، ۳۰۷ زره او ۲۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.
نوموړي دغه څرګندونې نن د حج د سهمیې او لګښتونو په تړاو د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

