د رسنیو د راپورونو له مخې، د بلوڅ ازاديغوښتونکي غورځنګ (BLA) مشر بشیر زیب له بلوچستان څخه په یوه خپره کړې ویډیویي پیغام کې د «هېروف» عملیاتو د دویم پړاو د پیل اعلان کړی دی.
نوموړي په دغه پیغام کې له بلوڅ سړیو او ښځو غوښتي، چې له خپلو کورونو راووځي او د پاکستاني پوځ پر ضد د «ملي ازادۍ جګړې» کې برخه واخلئ.
ورته مهال، رسنیو له نن سهار راهیسې د بلوچستان له مرکزي ښار کوېټې او د دغه ایالت له یو شمېر نورو ښارونو څخه د ډزو او چاودنو راپورونه ورکړي دي.
دغهراز پاکستاني رسنیو ویلي، چې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د بلوڅ ازاديغوښتونکي غورځنګ د عملیاتو په ترڅ کې تر دې مهاله ۱۰ پولیس وژل شوي دي.
د امنیتي سرچینو له قوله په راپورونو کې راغلي، چې یاد عملیات د بلوچستان په ۱۲ بېلابېلو سیمو کې پیل شوي دي.
همدارنګه رسنیو راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې حکومت بېړنی حالت اعلان کړی دی.

