د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د سهار له پیل راهیسې د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي، چې نیمایي یې ماشومان دي. دا پېښې د رفح د دروازې د بیا پرانیستلو یوه ورځ مخکې رامنځته شوي دي.
د روغتیایي سرچینو په وینا، د شنبې په ورځ د خان یونس ښار د شمال لویدیځ الماواسي په سیمه کې د بېځایه شویو خلکو په خیمو هوايي برید وشو، چې په دې برید کې لږ تر لږه اووه فلسطینیان، له ډلې یې درې ماشومان، شهیدان شوي دي.
د شهیدان شویو جسدونه د خان یونس ناصر روغتون ته وړل شوي دي.
په غزه ښار کې بیړنیو خدماتو خبر ورکړی، چې لږ تر لږه پینځه فلسطینیان، له ډلې یې درې ماشومان، د ریمال په سیمه کې د یوه اپارتمان پر ودانۍ د اسرائیلي هوايي برید له امله شهیدان شوي دي.
همدارنګه، په همدې ښار کې د دارج په سیمه کې د یوه اپارتمان په هوايي برید کې اته فلسطینیان ټپیان شوي دي.
د غزې د حکومت د رسنیو دفتر وایي، له ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې نېټې راهیسې، کله چې د متحده ایالاتو منځګړیتوب لاندې د غزې د اوربند تړون نافذ شو، لږ تر لږه ۵۲۴ فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو له خوا شهیدان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په غزه کې د صهیونيستي رژیم د نسلوژنې جګړه کې تر دې دمه لږ تر لږه ۷۱ زره او۷۶۹ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۱ زره او۴۸۳ نور ټپیان شوي دي.

