پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې بلوچستان کې د بلوڅ ازاديغوښتونکي غورځنګ په عملیاتو کې ۱۵ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو دغه راز په دې نښتو کې د ۹۲ بلوڅ ازادي غوښتونکو سرتېرو د وژل کېدو ادعا هم کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې بلوڅ ازاديغوښتونکي غورځنګ تېره ورځ په بلوچستان کې د پاکستان حکومت او پوځ پر وړاندې د «هېروف۲» په نوم عملیاتو د پیل اعلان وکړ، چې د دې عملیاتو په لومړۍ ورځ یې د دې ایالت د مرکزي ښار کوېټې په ګډون بېلابېلو ښارونو کې پر دولتي او نظامي ځایونو سخت بریدونه وکړل.

