ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د لومړي وزیر د مرستیال لیدنه؛ د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وشوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه په هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره لیدنه کې د ټاپي، ټاپ، د اوسپنې پټلۍ او برېښنایي پروژو په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، د ترکمنستان د ترانسپورټ او ریل پټلۍ وزیر، د دولت وزیر او د ترکمن ګاز دولتي شرکت رییس او یوشمېر افغان او ترکمن مسوولینو هم شتون درلود.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وویل، د ټاپي پروژې پيل د افغانستان، ترکمنستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او په دې پروژه کې د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

نوموړي زیاته کړه، دلتا انټرنېشنل کمپنۍ لېواله ده چې د ټاپي پروژې د ګازو اخیستلو، د ترکمنستان د لوی ګازي بلاک د ظرفیت لوړولو، د هرات ولایت له ګذرې ولسوالۍ څخه د کندهار ولایت تر سپين بولک ولسوالۍ، له سپين بولدک بیا د هند تر پولې د ګازو د پایپ لاین جوړولو او غځولو، د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د ستر او عصري مرکز جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.

ملا عبدالغني برادر همدارنګه له ترکمنستان وغوښتل چې د تورغونډۍ – هرات ریل پټلۍ پروژې د جوړېدو په اړه افغانستان ته خپل دریځ روښانه کړي؛ ځکه د دې پروژې د تطبیق لپاره قزاقستان هم قوي لېوالتیا لري.

 نوموړي همداراز د افغانستان له لوري د ټاپ پروژې د لار نقشې د نهايي کېدو لپاره بشپړ چمتووالی وښود او د دې ترڅنګ یې بالا مرغاب، خماب او قرقین ولسوالیو ته د برېښنا انتقال او د سیمه ییز اتصال د نورو پروژو د پيل لپاره د افغانستان له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدرنګهه ملا عبدالغني برادر د دواړو هېوادونو ترمنځ په روانو پروژو کې افغانانو ته د کاري زمینې د برابرېدو په اړه هم ټینګار وکړ.

 ورپسې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه مننه وکړه چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره یې ښه زمینه برابره کړې ده.

نوموړي وویل، چې د روان میلادي کال تر پایه به د دې پروژې کارونه د هرات ولایت تر مرکز پورې راورسیږي.

ښاغلي رشید مردوف په ټاپي پروژه کې د بهرنیو شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې اړه باید له نږدې کار ورسره وشي.

همداراز نوموړي د ترکمنستان له لوري د تورغونډۍ – هرات ریل پټلۍ پروژه کې هم پانګونې ته چمتووالی وښود او ویې ویل، چې په تورغونډۍ کې یې عملاً کارونه پيل کړي.

رشید مردوف زیاته کړه، هېواد یې چمتو دی چې له پینځو لارو افغانستان ته برېښنا ولېږدوي او ظرفیت یې لوړ کړي.

دغه‌راز پردې سربېره د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ پراخېدو، بانکي همکاریو، کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او په بېلابېلو برخو کې د اقتصادي پروژو د مدیریت په اړه د ګډ کار کولو په اړه هم خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو له لوري د روانو پروژو د کاري پرمختګونو په اړه تفصیلي معلومات هم له ګډونوالو سره شریک کړل.