د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس په مشري، د دغه ولایت د چهار بولک ولسوالۍ په ځدرانو سیمه کې د قومي مشرانو، دیني علماوو او متنفذینو په ملتیا، د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۴۰ کلنه شخړه، چې له امله یې یو کس وژل شوی و او ګڼې ستونزې یې لرلې، حل او فصل شوه.
ورته مهال د یاد ریاست مسولینو په همدې ولسوالۍ کې د څو کورنیو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر راپورته شوې شخړه هم هواره کړه، چې شاوخوا څلور کاله یې دوام درلود.
مسولینو او جرګهکوونکو مشرانو د یادو شخړو د پای ته رسولو لپاره له ښکېلو خواوو سره پرلهپسې ناستې وکړې، موضوع یې وڅېړله او د شریعت په رڼا کې یې د پرېکړې له لارې دواړه لوري پخلا کړل.

