د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له سيانان خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، ایران او امریکا د تاریخ په یوه برخلیک ټاکونکي پړاو کې قرار لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، تهران او واشنګټن کولای شي د یوې عادلانه او منصفانه هوکړې له لارې د اټومي وسلو د نه تولید ډاډ ترلاسه کړي.
نوموړي ټینګار کړی، که مذاکرات ناکام شي، ایران جګړې ته چمتو دی او ښايي دا جګړه د ایران له پولو واوړي.
عراقچي خبرداری ورکړی، چې که جګړه پیل شي، د سیمې په کچه به د امریکا پوځي اډې د ایران د پوځ له لوري په نښه شي او دا جګړه به د ټولو لپاره یو ناورین وي.

