ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نقلیه وسایطو د باقیاتو موده ۱۰ میاشتې نوره هم وغځول شوه

مالیې وزارت وایي، چې د ریاست‌الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ، د نقلیه وسایطو مالیاتي، ترانسپورتي، ښاروالۍ او ترافیکي باقیاتو د معافیت موده د لسو میاشتو لپاره نوره هم وغځول شوه.

د یاد وزارت د اعلامیې له مخې، د مالياتو د معافیت موده د ۱۳۹۴ لمریز کال تر پایه ۹۰ سلنه، د ۱۳۹۵ له پیل څخه د ۱۳۹۷ لمریز کال تر پایه ۸۰ سلنه، او د ۱۳۹۸ له پیل څخه د ۱۴۰۱ لمریز کال تر پایه ۷۰ سلنه مالياتو معافيت اندازه منظور شوې ده.