ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکتر ملا عبدالواسع  د افغانستان صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې له مسولینو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع  د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې رییس، مرستیال او یو شمېر رهبري غړو سره لیدنه کړې.

د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې رییس بهرام خان ځدراڼ، د یادې لیدنې هرکلی کړی او مننه یې کړې، چې د هېواد د نورو اقشارو په څېر د دوی غوښتنې او وړاندیزونه تل په جدي ډول اورېدل شوي او د حل لپاره یې دوامدارې هڅې شوې دي.

 نوموړي د پولي خدمتونو په برخه کې د شهزاده سرای د صرافانو رول ته په اشارې د افغانۍ د ارزښت او ثبات په ساتلو کې د صرافانو د هلو ځلو یادونه کړې او همدارنګه یې د یادې ټولنې ځنې ستونزې او غوښتنې هم مطرح  او په لیکلې بڼه شریکې کړې دي.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس دوی ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، د افغانۍ د ارزښت او ثبات  په ساتلو کې د صرافانو  هڅې د ستاینې وړ دي او په وینا یې شهزاده سرای چې په ټول ملت پورې اړه لري ، هلته د نظم او اصلاحاتو راتګ، د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز لري، نو د خپل مقام او حیثیت ساتلو ته یې باید لا زیات پام وشي.

همدارنګه ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې له مسولینو او غړو غوښتي، چې خپلمنځي مسایل په یووالي، نرمۍ او یو د بل په همکارۍ حل کړئ او د نوموړي په وینا، هر څومره چې متقابل درناوی شتون ولري، نو هغومره به ستونزې او مسایل کم وي.

 د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس دوی ته ډاډ ورکړی، چې پر غوښتنو او وړاندیزونو به یې غور وشي.