ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

واشنګټن او نوې ډیلي د تعرفو او نفتو پر سر هوکړې ته رسېدلي

د الجزیرې خبرې شبکې راپور ورکړی؛ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هوکړه کړې، چې پر هندي توکو لګېدونکي امریکايي ګمرکي تعرفې به له ۵۰ سلنې څخه ۱۸ سلنې ته راکمې کړي او په بدل کې به هند سوداګریز خنډونه راکموي، د روسیې له نفتو به لاس اخلي او پر ځای به یې له امریکا او احتمالاً وینزویلا څخه تېل اخلي.

ټرمپ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته په یوه ټولنیزه رسنۍ کې لیکلي: «د لومړي وزیر مودي سره د دوستۍ او درناوي له مخې او د هغه د غوښتنې پر بنسټ، سمدستي مو د امریکا او هند ترمنځ د سوداګرۍ پر یوې هوکړې توافق وکړ، چې له مخې یې متحده ایالات به متقابلې تعرفې له ۲۵ سلنې څخه ۱۸ سلنې ته راکموي.»

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې امریکا پر هند له ټولو وارداتو لګېدلې هغه ۲۵ سلنه جریمه‌یي تعرفه لغوه کوي، چې د روسیې د نفتو د پېر له امله پرې لګول شوې وه او د ۲۵ سلنې «متقابلې» تعرفې پر سر ورزیاته شوې وه.

دغه‌راز ټرمپ زیاته کړې، چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم ژمنه کړې، چې له امریکا څخه به د انرژۍ، ټکنالوژۍ، کرنیزو او نورو محصولاتو په ګډون تر ۵۰۰ میلیارده ډالرو ډېر توکي وپیري.

مودي په ټولنیزه شبکه اېکس کې په یوه پیغام کې ویلي: «نن له خپل ګران دوست ولسمشر ټرمپ سره خبرې ډېرې ښې وې. خوښ یم، چې د ‘Made in India’ محصولات به اوس د ۱۸ سلنې له کمې تعرفې برخمن شي.»

نوموړي زیاته کړې: «د دې مهم اعلان له امله د هند د ۱.۴ میلیاردو خلکو په استازیتوب له ولسمشر ټرمپ څخه ځانګړې مننه کوم.»