ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له عمومي رییس سره لیدنه کړې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رییس تاریا مګنوسن واټرډال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي احمد زاهد احمدزي ویلي، یاد وزارت هڅه کوي چې ځوانانو، راستنېدونکو، زندانیانو او له روږدېدا څخه د روغو کسانو لپاره د کار بازار د اړتیاوو پوره کولو په موخه فني او ادبي زده‌کړې برابرې کړي ترڅو په هېواد کې د بېکارۍ کچه را کمه شي.

همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رییس څخه غوښتي، چې د دې وزارت د قوانینو او اصولو په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.

ورته مهال، تاریا مګنوسن واټرډال ویلي: «امکاناتو ته په کتو هڅه کوو چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او اړوندو ادارو سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو ته چټکتیا ورکړو او د افغانستان خلکو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړو.

دغه‌راز د لیدنې په پای کې پرېکړه شوې، چې د ګډو فعالیتونو د څارنې او د چارو د لا پرمختګ په موخه د دواړو لوریو له‌خوا تخنیکي ټیمونه جوړ شي.

د یادونې وړ ده، چې په یاده ناسته کې د مهارتونو د پراختیا عمومي رییس مولوي رحیم‌الله صراح او د کار حقوقو د تقنین رییس بشیراحمد راسخ او د کار چارو مشاور قاري محمد کریم حنفي هم کډون کړی وو.