ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا محمد فاضل مظلوم د عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌ عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قومنداني څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ څخه د لیدنې سربېره د یادې قوماندانۍ د ښوونیز مرکز له منسوبینو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ملا محمد فاضل مظلوم ویلي: “د مجاهدینو ښوونه او روزنه د ملي دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه ده، نو تاسو هم د اسلامي نظام د پیاوړتیا په موخه د مسلکي پوځي او فکري زده‌کړو له دغه طلایي فرصت څخه بشپړه ګټه پورته کړئ، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ ځکه اطاعت د نظام د تحکیم او د الله ج د رضا سبب ګرځي.”

ورته مهال د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال، د عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌ عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قومندانۍ د مسولینو له کړنو او فعالیتونو څخه خوښۍ څرګنده کړه او د چارو د سمون او پرمختګ په پار یې ورته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

همدارنګه، د یادو مسولینو ستونزې یې واورېدلې او د هغو د حل کولو ډاډ یې ورکړ.