ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه وشوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه نن چهارشنبه (د سلواغۍ ۱۵مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وویل، چې دغه وزارت د سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

ښاغلي حقاني زیاته کړه، یاد وزارت هڅه کوي د سرطاني ناروغیو تخصصي چوپړتیاوې وړاندې کړي او د یادې ناروغۍ د درملنې لپاره معیاري سیستمونه رامنځته کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د سرطاني ناروغیو د درملنې او مبارزې لپاره یاده ناروغي باید پر وخت تشخیص شي او په دې برخه کې عامه پوهاوی مهم رول لري.

د ښاغلي حقاني په وینا، د سرطاني ناروغیو پر وړاندې مبارزه یوازې د حکومت مسولیت نه دی، بلکې ټول خلک د سرطاني ناروغیو پر وړاندې د مبارزې مسولیت لري.

همدارنګه د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسول ډاکټر محمد داوود میرکي وویل، په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو جګړو پرمهال د بهرنیانو له لوري د هستوي وسلو استعمال د سرطاني ناروغیو شمېر زیات کړی.

نوموړي زیاته کړه، هر کال په نړۍ کې شاوخوا شل میلیونه انسانان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي او شاخوا لس میلیونه د دې ناروغۍ له امله مري.

ښاغلي میرکي وویل، په تېرو شلو کلونو کې نه یواځې جګړې زموږ ودانۍ ورانې کړې، بلکې زموږ روغتیا یې هم زیانمنه کړه او سرطانونه یې رامنځته کړل.

د نوموړي په وینا، د غیرې سالمو خوړو او نشه یي توکو استعمال په سرطان د اخته کېدو له عواملو څخه دي او د دې ناروغۍ په مخنیوي کې د عامه پوهاوي کچې زیاتوالی ځانګړی رول لري.

میرکي له ټولو هېواوالو غوښتي، چې د سرطاني ناروغیو مخنیوي عامه پوهاوي کې برخه واخلي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د دفتر د مقام عمومي ريیس شیخ محمد طاهر حلیم د سرطاني ناروغیو په اړه د پوهاوي په غونډه کې وویل، هغه کسان چې په افغانستان کې یې کیمیاوي وسلې کارولې دي، باید د رامنځته شویو زیانونو تاوان ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د تاوان ورکول د کیمیاوي وسلو د کاروونکو اخلاقي مسوولیت او دنده ده.

د شیخ محمد طاهر حلیم په وینا، دا مهال داسې کسان روغتیايي مرکزونو ته ورځي، چې د بمونو او باروتو د چاودنو له امله په سرطاني ناروغیو اخته شوي دي.

نوموړي وویل، اشغالګرو د افغانستان د شلو کلونو د اشغال په لړ کې د هر ډول کیمیاوي وسلو له کارولو ډډه نه ده کړې.

ښاغلي حلیم همدا راز زیاته کړه، د شلو کلونو د اشغال پر مهال د یورانیم لرونکو وسلو استعمال په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د پېښو د زیاتېدو لامل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي وویل؛ سرطان د عامې روغتیا برخه کې یوه جدي ننګونه وه، خو د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د پر له پسې هڅو په پایله کې د پام وړ کار ترسره شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې سرطان یواځې یوه طبي ستونزه نه ده، بلکې لوی اقتصادي زیان هم لري.

دغه‌راز په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رییس ډاکټر نثار احمد نیازی وویل؛ د زړه له ناروغیو وروسته په نړۍ کې د مړینو لوی لامل د سرطان ناروغي ده او پر وخت تشخص او درملنه یې د مړینې کچه راکموي او د ژوند ژغورنې کچه لوړي.

نوموړي زیاته کړه، هغه موسسې او خیریه بنسټونه چې د سرطان مخنیوي برخه کې یې ژمنې کړي، خپلې ژمنې دې پوره او د روغتیا خوندیتوب برخه کې دې خپل انساني، ایماني او ملي مسولیت ادا کړي.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رییس ډاکټر وحدت الکوزي وویل: “موږ وړاندې د سرطان درملنې برخه کې یواځې ۳۰ بستره درلودل، خو لله لحمد اوس د سرطان ناروغۍ د تشخص او درملنې برخه کې په مرکز کابل کې نوی ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو، همدارنګه په هېواد په زونونو (سیمه ییزو روغتونونو) کې د سرطان د تشخیص او درملنې ځانګړي ۵۰ بستریز روغتیایي مرکزونه هم پرانیستل شوي او خدمات یې پیل کړي”.

دغه‌راز د سرطان د کنټرول ملي پروګرام امر ډاکټر محمد شفیق امین د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې وویل، سرطان د انساني ژوند پر وړاندې لوی ګواښ دی، د مخنیوي لپاره یې باید ټول په ګډه جدي هڅې وکړو.

ورته مهال د سرطان د کنټرول ملي پروګرام مرستیال ډاکټر خالد خان خالد وویل؛  که د سرطان پروخت تشخیص او اړینه درملنه وشي، نو مخنیوی یې شونی دی.

نوموړي زیاته کړه، د سرطان پر وړاندې ګډه مبارزه، د عامه پوهاوي کچې او روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړول ارزښتمن رول لري او د کابل ښاریان باید د ناسمو سون توکو له کارولو ډډه وکړي، ځکه ککړه هوا د سرطان له لاملونو څخه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی ډاکټر مینول دلارا د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې وویل، د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه ۶۰ روغتیايي کارکونکي د طبي انکولوژي او پلیټیف پاملرنې برخو کې روزلي، چې جراحۍ انکولوژي هم په کې شامله ده او یاده لړۍ دوام لري.

نوموړي زیاته کړه، موږ ژمن یو چې د پوهاوي لوړولو، وختي تشخیص او له سرطان څخه د پاک راتلونکي لپاره هیلې رامنځته کړو.

د ډاکټر مینول دلارا په وینا؛ دا موخه د مخنیوي، سکریننګ، کیموتراپي درملو ته د لاسرسي او د طبي، جراحي انکولوژۍ، کیموتراپي او تسکیني پاملرنې په برخو کې د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو له لارې ترلاسه کوو.