د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جینپینګ په یوه انلاین ویډیویي ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي همکاریو او نړیوالو بدلونونو په اړه سلا مشورې وکړې.
د کرملین د خبرپاڼې له مخې، پوتین د مسکو او بېجینګ اړیکې یو پراخ او ستراتیژیک مشارکت وباله او د انرژۍ، سوداګرۍ او پرمختللې ټکنالوژۍ په برخو کې یې د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د دواړو هېوادونو پر هوډ ټینګار وکړ.
د روسیې ولسمشر دغه راز وویل، چې د درېیم پرلپسې کال لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ۲۰۰ میلیارده ډالرو لوړه وه.
ورته مهال، شي جینپینګ د ستراتیژیکې همغږۍ پر لا پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او «د لا عادلانه او منصفانه» نړیوال نظم د پیاوړتیا په برخه کې د چین او روسیې پر ګډ رول ټینګار وکړ.

