مولوي عبدالباري عاطف د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست د ستراتیژیکو او عامه اړیکو د نوي مرستیال په توګه معرفي شو.
ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع، د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور او د بېلابېلو امارتي ادارو مسئولینو ګډون کړی وو.
د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس د یادو مراسمو ګډونوالو ته د وینا پرمهال وویل، تغیرات یو اداري اصل دی چې د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې په اساس د لا ښه خدمت په موخه ترسره کېږي او دواړو ته یې په اړوندو چارو کې د بریالیتوب او ښه خدمت کولو دعا وکړه.
دغهراز ډاکتر ملا عبدالواسع د ستراتیژیکو او عامه اړیکو د مخکېني مرستیال قاري عبدالستار سعید د کړنو او خدمتونو قدرداني وکړه او د یاد معاونیت نوي مرستیال مولوي عبدالباري عاطف ته یې د بریالیتوب هیله وکړه او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
ورپسې د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور وویل، د اسلامي امارت مسولین تل د مشرانو پرېکړو ته لبیک وایي او هرې ادارې ته چې ورځي، هلته په ملګرو باور کوي، نظریات او وړاندیزونه یې اوري او د مشورو شریکولو ته یې هڅوي، ځکه مشوره کول اسلامي اصل دی چې ډېر خیر او د الله (ج) نصرت په کې نغښتی دی.

