ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: نړیوال باید بشري مرستې پر سیاسي مسایلو پورې ونه تړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې راستنو شویو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او په کاري ساحه کې د خنډونو لرې کولو په اړه خبرې شوي دي.

په پیل کې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه په مننې ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوې دي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

ښاغلي عرفات جمال په نړیواله کچه د بشري مرستو کمېدو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې هڅه کوي د افغان راستنو شویو د لاس نیوي لپاره اړینې مرستې راجلب او بدیلې لارې ولټوي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ استازي یادونه کړې، چې ځينې راستانه شوي افغانان مدني اسناد نه لري او د اړینو اسنادو په وېش کې یې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټېنګار کړی.

دغه راز ښاغلي عرفات جمال د څو مهمو موضوع ګانو په اړه خپل وړاندېزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړي دي.

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ استازي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستو او همکاریو مننه کړې.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د ژمي په راتګ سره د اسلامي امارت لخوا راستنو شویو ته د خوراکي توکو سربـــېره د نغدي مرستو لړۍ پیل شوې او یادونه یې کړې، چې نړیوال باید بشري مرستې پر سیاسي مسایلو پورې ونه تړي.

دغه‌راز نوموړي د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د هر ډول همکاریو د دوام ډاډ ورکړی او شریکو شویو وړاندېزونو ته یې د رسیدنې یادونه کړې ده.