د “اپسټین” قضیې قربانیانو په اړه د سيانان د خبریالې پوښتنې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په غوصه کړ.
ټرمپ یاد خبریالې ته په سپکه لهجه وویل: “ته تر ټولو بد خبریاله یې او سيانان شبکه ستا په څېر د خبریالانو له امله هېڅ لیدونکي نه لري.”
جفري اپسټین جنسي مجرم دی، چې په دې وروستیو کې د امریکا عدلیې وزارت یې د جرمونو میلیونونه اسناد خپاره کړل.
د جفري اپسټین تر ټولو مهمې او جنجالي قضيې له ماشومانو جنسي ګټه اخیستنه او د نړۍ له مشهورو څېرو سره اړیکې دي.
غربي نړۍ چې ځان د بشر حقونو ملاتړې بولي، خو ډېری وخت د همدوی مشهورې څېرې په داسې زړه بوږنوونکو جرمونو لاس پورې کوي.

