د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له امریکايي پلاوي سره په هستهيي مذاکراتو کې د ګډون په موخه د عمان پلامینې مسقط ته رسېدلی.
د ایران د بهرنیو چار وزیر د اعلان پر بنسټ، ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ د هستهيي مذاکراتو تازه پړاو په غیر مستقیم ډول نن جمعه په مسقط کې ترسره شي.
امریکایي چارواکو اعلان کړی، چې د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی سټیوویتکاف او د ډونالډټرمپ سلاکار جراد کوشنر به له ایراني پلاوي سره په مذاکراتو کې ګډون وکړي.

