په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن په یاد هېواد کې د چین له سفیر ژانګ هانهویي سره لیدنه کړې.
روسیه کې د افغانستان سفارت وايي، چې دې کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د سیمې د ډاډمن امنیت د پیاوړتیا په برخه کې پر ګډې مبارزې
او سیمهییزو همکاریو خبرې شوې او دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

