د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم پراساس هغه ځمکه چې په لومړۍ حوزه کې د ملي بس امارتي شرکت تر واک لاندې وه، افغان تلیکام امارتي شرکت ته وسپارل شوه.
همدارنګه د ملي بس امارتي شرکت هغه ځمکه چې د دویمې حوزې تر واک لاندې وه او پینځې ناحیې خوشحال خان کې موقیعت لري په رسمي ډول ارشاد حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شوه.
د دې حکم په ترسره کېدو سره د ملي بس امارتي شرکت فعالیت د چهلستون پل حسن سیمې ته انتقال شو.
د دې اقدام موخه د ترانسپورټي خدمتونو تنظیم د دولتي نظم او د عامه ملکیتونو سالم مدیریت ښودل شوی.

