د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت په ځانګړې لارښونه، په باکو کې د اسلامي امارت سفارت د پرلهپسې هڅو په پایله کې، د اذربایجان جمهوریت د مشرتابه د حکم له مخې ۱۴ تنه افغان بندیان خوشې شول.
د بهرنيو چارو وزارت د اذربایجان جمهوریت د حکومت او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدام څخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب او حل لړۍ به په دوامداره توګه روانه وساتي.

