ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په بدل کې اقامه ورکول کېږي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه.

 دې غونډې ته بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په مقابل کې له یو څخه تر لسو کلونو پورې د افغانستان د اقامې د ورکړې موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هر اړخیز بحث وروسته تایید او په اړه يې ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د پانګونې مقدار ته په کتو د اقامې د ورکړې وخت په کټه‌ګوریو ووېشي او د موضوع د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره خپل راپور د اقتصادي کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

همدارنګه په دې غونډه کې د هېواد په ګمرکونو کې د تیر (TIR) عملیې د پیل او پای د پلي کېدو پر موضوع هم بحث وشو او د دې موضوع د هر اړخیزې ارزونې په اړه کمېټه وټاکل شوه، څو خپل راپور په ټاکلي وخت اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

همداراز د غونډې په پای کې د لاله او صدف ښارګوټو په اړه ټاکل شويو کمېټو د خپلو ارزونو راپورونه هم وړاندې کړل.

د یادو راپورونو په پام کې نیولو سره له اړوندو ادارو څخه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادو ښارګوټو موضوعات په هراړخیز ډول وڅېړي او راپورونه یې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.