د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ځانګړي حکم، پېرزوینې او شفقت له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په پکتیا ولایت کې په اجباري ډول راستنو شويو اړمنو ۱۲۰۰ کډوالو ته د غنمو او نغدو پیسو وېش لړۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ پيل شو.
د یادو مرستو وېش غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ ترسره شو، چې په کې د پکتیا والي ملا مهرالله حماد، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د ګډ والو چارو رییس مفتي حبیب الله شهید زاده، د بېلابېلو ادارو رییسانو او یو شمېر مسولینو ګډون درلود.
په پیل کې د علماو شورا مرستیال مفتي امان الله حقاني د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې پروسې په تړاو وینا وکړه او د اسلامي امارت له رهبرۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مقام، د پکتیا ولایت مقام او د کډوالو چارو ریاست څخه مننه وکړه.
ورپسې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام شکر ادا کړ او د دغه نظام تر سیوري لاندې ژوند کول یې د ویاړ ځای وباله.
دغهراز نوموړي په اجباري ډول راستنو شويو کډوالو ته په خطاب کې وویل: «تاسو زموږ وروڼه یاست، هغه مهارتونه، تجربې او وړتیاوې چې لرئ، له خپل ولس سره یې شریک کړئ، تر څو په ګډه د هېواد د آبادۍ، پیاوړتیا او پر ځان بساینې لپاره کار وکړو.»
ښاغلي عمري زیاته کړه، چې دا مرستې د اسلامي نظام د رهبرۍ د پېرزوینې څرګندونه ده او موخه یې دا ده، چې اجباري راستنو شوي کډوال وکولای شي خپل ژوند ته له نوې هیلې سره دوام ورکړي.
نوموړي د مرستو د وېش بهیر شفاف، منظم او د کره مستحقينو پر بنسټ وباله او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به هم د ورته بشري همکاریو لړۍ دوام ولري.
همدارنګه دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري ولس څخه وغوښتل، چې له اجباري راستنو شويو کډوالو سره د خپلو وروڼو په څېر همکاري وکړي، د ستونزو پر مهال یې لاسنیوی وکړي او د ورورولۍ او یووالي فضا نوره هم ټینګه کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د مرستو دا پروسه د ټاکلي پلان، منظم مهالوېش او د اړوندو ادارو تر بشپړې همغږۍ لاندې د مستحقينو د کره پېژندنې پر بنسټ ترسره کېږي، څو هر اړمن کس خپلې مرستې په عزتمنه فضا کې ترلاسه کړي، او په راتلونکي کې یې د نورو همکاریو هیله هم څرګنده کړه.
د یادونې وړه ده، چې یاد اقدام د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د حمایوي پروګرامونو په چوکاټ کې او د بېړنیو شرایطو پر مهال د بېرته راستنو شویو او مستحقو کورنیو د معیشت د ښهوالي په موخه ترسره کېږي.

