د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ خبرې اترې چې په عمان کې ترسره شوې؛ یو ګام مخته تللې دي.
ښاغلي پزشکیان خپله اېکس پاڼه کې ټینګار کړی، چې خبرې اترې تل د شخړو د سولهییز حل لپاره د ایران ستراتیژي وه او تهران د ډیپلوماټیکې لارې ملاتړ کوي.
د ایران ولسمشر زیاته کړې: «د ایران ملت تل درناوي ته په درناوي ځواب ورکړی؛ مګر د زور ژبه نه مني.»
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په سیمه کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو او د خبرو اترو د پرمختګ لپاره ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري.

