د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۹مه نېټه د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) د ملي دفاع پوهنتون قوماندانۍ اړوند د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ د اوولسمې دورې په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.
ملا عبدالغني برادر د نظامي اکاډمۍ په تربیتي دوره کې د مسلکي زده کړو ترڅنګ د ملي دفاع، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي حاکمیت د اهمیت په اړه د زده کړو ترلاسه کولو له امله فارغانو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، چې دا روحیه او زده کړه د اسلامي او لوړو افغاني ارزښتونو د ساتنې لپاره په عمل کې ثابته او د اسلامي نظام او خاورې له لوېشت لوېشت څخه په کلکه دفاع وکړي.
همدارنګه نوموړي د نیتونو پر اصلاح، د تقوا پر اختیارولو او د هېوادوالو پر خیال ساتلو هم ټینګار وکړ.
ملا عبدالغني برادر وویل، اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې په سیمه ییز او نړیوال مشارکت باور لري او د خپلو اصولو په چوکاټ کې له هر هېواد سره تعامل ته ژمن دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره اړینه ده څو هېوادونه د یو او بل ارزښتونو او حساسو حریمونو ته درناوی ولري.
دغهراز محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پانګوالو ته زیری ورکړ، چې په نږدې ورځو کې به اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکټورونو کې د پانګونې اندازې ته په کتو له یو تر پینځو کلونو پورې بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي.
د ښاغلي برادر په وینا؛ په دې سره به له یوه لوري نوي سکټورونه پرمختګ وکړي او له بل لوري به د هېواد په اقتصادي وده او ځانبساینې کې د پام وړ اغېز ولري.
ملا عبدالغني برادر زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته جدي لارښوونه شوې، چې د کوچني، متوسط او لوی صنعت لپاره د ځمکو د وېش پروسه ګړندۍ او اړین امکانات ورته برابر کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال همداراز وویل، چې د اسلامي امارت سیاست کاذب نه دی او ننني افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو نهادونو بناء کړې دي، چې اساس یې اسلامي شریعت دی.
ملا عبدالغني برادر وویل: «افغانستان نه چا ته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني. خو که څوک ناولې ارادې ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي. تاریخ ګواه دی چې دا هېواد غوړه ګوله نه؛ بلکې د زقوم ونه ده؛ د مُعَمَّرو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې، نو مولود ماشومان به یې هېڅکله هضم نه سي کړای.»
په پای کې ښاغلي برادر له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د اسلامي امارت د ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې دې له افغانستان سره د تعامل هڅه وکړي او هغه انرژي او امکانات چې د یو او بل په تخریب ضایع کېږي، ښه ده چې د یو او بل په ملاتړ او د مشترکو ټکو په پیاوړي کولو مصرف شي.

