د حضرت ابو عبیده بن جراح رض ملي دفاع پوهنتون د محصلینو د فراغت په مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال او د کابینې ګڼ شمېر وزیرانو ګډون وکړ.
د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د حضرت ابو عبیده بن جراح رض ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ بن جبل رض ملي پوځي اکاډمۍ څخه ۶۷ تنه محصلین، چې د څلور کلنو مسلکي لیسانس زدهکړو د ۱۷مې دورې برخه وو، نن د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر او د کابینې د یو شمېر وزیرانو په حضور کې فارغ شول.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپلو خبرو کې وویل: تاسو ته د مسلکي زدهکړو ترڅنګ د ملي روحیې او د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې درس هم درکول شوی او د اسلامي امارت سیاست دا دی، چې نه چاته ضرر رسوي او نه د چا ضرر مني؛ خو که له چا ضرر وویني، نو د هغه بدل هیچاته نه پرېږدي.
نوموړي زیاته کړه: دا هېواد د دښمن لپاره غوړه مړۍ نه، بلکې د زقوم ونه ده، چې د سترو امپراتوریو مرۍ یې ترخې کړې دي؛ نو نویو زېږېدلو ماشومانو ته به یې هضمول هېڅکله هم اسانه نه وي.
ورپسې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور یادو محصلینو ته د اطاعت او ښه خدمت کولو په اړه وینا وکړه او ویې ویل: « افغانستان اوس، په هره برخه کې پر ځان بسیا دی؛ که امنیتي برخه وي، که اقتصادي او که نورې برخې. تاسو باید له عصري وسلو سره ځانونه بلد کړئ. »
همدارنګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې وویل:«تاسو په اسلامي روحیه سمبال روزل شوي یاست، زموږ په معسکراتو کې د تربیې بنسټ عقیده ده. تاسو به د اسلامي نظام خدمت کوئ؛ د دې نظام ساتنه ستاسو لومړیتوب دی. دغه نظام زموږ او ستاسو د عزت، ازادۍ او خاورې ساتونکی دی او موږ او تاسو باید پر دې نظام وویاړو. »
د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم فارغ شویو ځوانانو ته وویل: « د ټولنې هیلې پر تاسو پورې تړلې دي او اوس هغه وخت رارسېدلی، چې د خلکو هیلې په عمل کې پوره کړئ. تاسو باید یوازې د ځان لپاره کار ونهکړئ، بلکې د ټولنې او اسلام د خدمت لپاره خپلې دندې ترسره کړئ. »
همدارنګه د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني وویل:«هغه هېوادونه چې قوي پوځ نه لري، تل د نورو تر استعمار لاندې وي؛ هر هېواد د خپلې ازادۍ د ساتنې لپاره قوي پوځ ته اړتیا لري».
یادو محصلینو، چې تېره ورځ یې د لوړې، بیعت او نورو پوځي نندارۍ مراسم د مشرانو په شتون کې په منظم ډول ترسره کړي وو، نن د مسولینو له لوري خپل فراغت اسناد ترلاسه کړل.
د یادونې وړ ده، چې د یاد پوهنتون په نظامي اکاډمۍ کې دا مهال ۱۱۵۰ تنه محصلین په لومړي، دویم او درېیم ټولګیو کې په زدهکړو بوخت دي.

