د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د CRC نړۍوالې موسسې له عمومي رییس شان کلاهان سره په لیدنه کې د بشري مرستو پردوام او راستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې کړي.
د اقتصاد وزیر په دې لیدنه کې له CRC موسسې څخه غوښتي چې د مرستې رسونې ترڅنګ د پراختیایي پروژو پلې کولو ته په ځانګړې ډول د کډوالو ښارګوټو ته پاملرنه وکړي.
ورته مهال، یادې موسسې په افغانستان کې د خپلو همکاریو او فعالیتونو د پراختیا په اړه ډاډ څرګند کړی.

