ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: فلسطین د سیمې د امنیت بنسټ دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د الجزیرې فورم په غونډه کې ویلي، که د سیمې هېوادونه له پای‌نه‌لرونکو جګړو پرته راتلونکی غواړي، باید ومني چې فلسطین یوازې د همدردۍ موضوع نه، بلکې د سیمې د امنیت اساسي او نه‌بېلېدونکی بنسټ دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د فلسطین او غزې وضعیت یوازې یو بشري بحران نه دی، بلکې د یوې پراخې او خطرناکې توسعه‌طلبانه پروژې پر بستر بدل شوی، هغه پروژه چې د «امنیت» تر عنوان لاندې پر مخ وړل کېږي.

دغه‌راز عراقچي ټینګار کړی، چې یوازې د اندېښنو څرګندول او اعلامیې ورکول بسنه نه کوي، بلکې اړتیا ده یوه همغږې او عملي تګلاره غوره شي؛ داسې تګلاره چې حقوقي، ډیپلوماتیک، اقتصادي او امنیتي اړخونه ولري او د نړیوالو قوانینو او ګډ مسولیت پر بنسټ ولاړه وي.