ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لاوروف: که اروپا جګړه پیل کړي، روسیه به سمدستي بشپړ پوځي ځواب ورکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړی، که اروپا د روسیې پر وړاندې د جګړې پیل پرېکړه وکړي، نو مسکو به بې‌ځنډنه او په بشپړ ډول پوځي ځواب ورکړي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، لاوروف ویلي، روسیه د اروپا پر هېڅ برخه د برید نیت نه لري، خو که اروپايي هېوادونه د جګړې د چمتووالي ګواښونه عملي کړي، د روسیې غبرګون به نور محدود نه وي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د احتمالي برید په صورت کې به د روسیې ځواب د پوځي تګلارې له مخې، د شته ټولو پوځي وړتیاوو په کارولو سره، یو بشپړ پوځي غبرګون وي.