د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په جلا ټلیفوني اړیکو کې د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو سره په مسقط کې د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو غیرې مستقیمو مذاکراتو د بدلونونه په تړاو معلومات شریک کړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، سید عباس عراقچي دغه خبرې اترې یو ښه پیل بللی، خو د امریکا د نیت او موخو په اړه یې د بې باورۍ له منځه وړلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
له بلې خوا، د دغو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د مسقط د خبرو له پیل هرکلی کړی او ډیپلوماټیکې حللارې ته د رسېدو او د تاوتریخوالي زیاتېدو مخنیوي لپاره یې د دغو خبرو پر دوام ټینګار وکړ.

