په مسکو کې د افغانستان لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن په روسیه کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدنه کړې.
مسکو کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د متقابل تفاهم، همغږۍ، اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او دغه راز د افغانستان او روسیې ترمنځ په سوداګرۍ کې د شته ستونزو په اړه خبرې شوې دي.
همدارنګه په دې ناسته کې افغان سوداګرو خپلې ستونزې او غوښتنې هم شریکې کړي او د اسلامي امارت د همکارۍ او پاملرنې غوښتنه یې کړې ده. ورته مهال مولوي ګل حسن حسن دغه سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

