د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د اوزبیکستان د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتوت رییس او د یاد هېواد د ولسمشر مرستیال سلاکار جولان وهابوف په مشرۍ پلاوي لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لاپياوړتيا او سیمهییزو مسایلو خبرې شوې دي.
مولوي امیرخان متقي ویلي، چې اوزبیکستان د افغانستان په اړه مثبته او پر ښه نیت ولاړه پالیسي لري او موږ هیلهمن یو چې د همدې پالیسۍ په رڼا کې دوهاړخیزې اړیکې او همکارۍ لا پراخې شي.
دغه راز ښاغلي متقي د دوهاړخیز تفاهم د زیاتوالي او ځمکنیو حقایقو د درک په پیاوړتیا کې د څېړنیزو مرکزونو پر رول ټینګار کړی.
همدا راز د اوزبیک پلاوي مشر په افغانستان کې د شته ثبات او پرمختګونو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د دوهاړخیزې سوداګرۍ کچه د تېر په پرتله پاموړ زیاته شوې او سږ کال به دا کچه لا ډېره زیاته شي.
په پای کې همدارنګه د دوهاړخیزو اقتصادي همکاریو او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم مطرح شوي، چې په مرسته به یې شته همکارۍ لا ډېرې پراخې شي.

