په عمان کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست حافظ عمر، د یاد هېواد لپاره د هند له سفیر غوداورتي وینکاتا سرینواس سره لیدنه کړې.
په مسقط کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړه لوریو په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو خبرې کړې دي.
دغهراز حافظ عمر په عمان کې میشتو افغانانو ته د هند د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو د همکارۍ هیله څرګنده کړې ده.
همدارنګه په پای کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اوږدمهاله همکاریو ډاډ څرګند کړی.

