ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د لوګر موزیم او د مس‌عینک له تاریخي سیمې څخه لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني د یو پلاوي په مشرۍ د لوګر ولایت د مس‌عینک له لرغونو ساحو، تاریخي ابداتو او موزیم لیدنه کړې.

 ښاغلي حقاني د مس‌عینک لرغونې او تاریخي ساحه د هېواد له تر ټولو بې‌سارې او ارزښتناکو تاریخي سیمو بللې او ویلي یې دي، د مس‌عینک لرغوني اثار د افغانستان د لرغوني تمدن او تاریخي هویت څرګندوی دي، دا ثابتوي چې دا خاوره د تاریخ په اوږدو کې دفرهنګ، تمدن او انساني تعاملاتو مرکز پاتې شوې ده.

دغه‌راز نوموړي انجنیرانو ته سپارښتنه کړې، چې د کیندنو او د مسو د استخراج په بهیر کې دې د کلتوري میراثونو د ساتنې اصول په جدي توګه مراعات کړي او په بشپړ دقت سره دې د لرغوني اثارو له تخریب او زیانمنېدو مخنیوی وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي، تر څو د تاریخي میراثونو د ساتنې او اقتصادي پرمختګ تر منځ توازن رامنځته کړي.