ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي دفاع وزارت منسوبینو په سېلابونو کې بند لسګونه هېوادوال ژغورلي

ملي دفاع وزارت وایي، چې د ۲۱۵عزم‌ قول‌اردو انجنیري کنډک منسوبینو تېره شپه د هلمند ولایت بابا‌جي ولسوالۍ لوی مانده سیمه کې د سېلابونو راوتلو له کبله لسګونه هېوادوال ژغورلي.

یاد وزارت زیاته کړې، د ژغورنې دغو عملیاتو کې سلګونه څارويو د تلف کېدو مخنیوی هم شوی.

همدارنګه د عزم قول اردو ویلي، د تېر په څېر د ملي اسلامي اردو منسوبین د هېوادوالو امنیت ساتلو ترڅنګ طبیعي پېښو کې هم د هېوادوالو خدمت ته چمتو دي.

ورته مهال د ۲۱۵ عزم قول اردو د اتمې خالد بن ولید سرحدي لوا مجاهدينو تېره شپه هغه هېوادوال ژغورلي، چې په سيلابونو کې بند پاتې وو. ياد هېوادوال د نيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ کې د سيلابونو په اوبو کې بند پاتې و، چې د اتمې خالد بن ولید سرحدي لوا د منسوبينو له لوري ژغورل شوي دي.