د کابل ښاروالي وايي، چې د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت د ۵۳مې نرخنامې د چمتو کولو په موخه د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون ناسته ترسره شوه.
د یادې ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست انجنیر عصمت الله انصار ویلي، چې په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ، سوداګرۍ، مالیې، عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو، استخباراتو، د افغانستان بانک، لوی نظارت، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د سوداګرۍ، پانګونې او هټیوالو خونې، د نفت او ګاز امارتي شرکت، د کیفیت او معیار ادارې او د اصنافو صلاحیت لرونکو استازو ګډون کړی وو.
د نوموړي په وینا، له بحث او خبرو اترو وروسته نوې نرخنامه چمتو شوې، څو ښاریان وکولای شي خپل د اړتیا وړ توکي په ښه قیمت او غوره کیفیت له بازارونو څخه ترلاسه کړي.
ښاغلي انصار زیاته کړې، په دې ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د وارېدو شویو لومړنیو توکو په لوړ قیمت پلورلو څخه د مخنیوي او د اسعارو د قیمتونو د بدلون په اړه هم خبرې شوي او مسولینو ژمنه کړې، چې د نرخونو د کنټرول په برخه کې به دوامداره هڅې کوي او سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ کېږي.
د یادونې وړ ده، چې دا نرخنامه د روژې په مبارکه میاشت کې ښاریانو ته د اسانتیاوو ته د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده او له پلي کولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه به په بېلابېلو ناحیو کې ترې دوامداره څارنې ترسره شي.

