ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران به ډېر ژر اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي د یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، تهران د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې هېڅ ستونزه نه ویني او ډېر ژر به دا پرېکړه اعلان کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې ایران له افغانستان سره څو اړخیز تړاوونه لري او د دغو اړیکو او تړاوونو د لا پیاوړتیا لپاره به د رسمیت پېژندنې ابتکار وکړي او ډېر ژر به اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

د ایران دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلي، چې د اسلامي امارت چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې شوي او تمه کېږي چې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو په برخه کې به نوې مرحلې پیل شي.

د علي‌رضا بېکدلي په وینا، ځينې بهرني عوامل په افغانستان کې راغلی امنیت نشي زغملی او هیله یې څرګنده کړې چې د هغوی مخه به نیول کېږي.
نوموړي دغه‌راز ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي ستونزې او مسایل تر ډېره حل شوي دي.