ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا د وزير په مشرۍ روغتيايي خدمتونو ښه‌‌والي مشورتي ناسته وشوه

د عامې روغتیا وزير مولوي نور جلال جلالي د هېواد د روغتيايي برخې له یو شمېر استادانو او متخصصینو سره ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر، د وزارت مرستيالانو، مرکزي رییسانو او یو شمېر متخصصینو او استادانو ګډون کړی و.

عامې روغتیا وزارت د یادې ناستې موخه د عامه روغتیايي خدمتونو ښه‌والی، د استادانو د نظریاتو او وړاندیزونو اورېدل، روغتیا برخه کې د شته ننګونو ارزونه او د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره د همغږۍ پیاوړتیا ښودلې دی.

په دې ناسته کې مولوي نور جلال جلالي د هېواد روغتیايي نظام په پرمختګ کې د متخصصینو رول مهم او بنسټیز بللی او ټینګار یې کړی، چې د عامې روغتیا وزارت د مسلکي کادرونو له علمي او تجربوي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې ژمن دی.

نوموړي همداراز ډاډ ورکړی، چې د دې وزارت رهبري به د پالیسۍ جوړونې او د روغتیايي خدمتونو ښه‌والي په برخه کې د متخصصینو له رغنده وړاندیزونو ملاتړ وکړي.

همداراز، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري عبدالولي صديقي د استادانو څخه د مننې او هڅونې تر څنګ د هغوی وړاندیزونه اورېدلي او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

ورته مهال د روغتيایي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال مولوي عبدالولي حقاني د استادانو او متخصصینو د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي: استادان او متخصصین د هېواد ارزښتمنې شتمنۍ دي او موږ پرې وياړو.

 نوموړي زیاته کړې، د عامې روغتیا وزارت به له مسلکي کادرونو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي او د روغتیايي خدمتونو په ښه‌والي کې د هغوی رول مهم ګڼي.

دغه‌راز په دې ناسته کې متخصصینو د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ له پاملرنې څخه مننه کړې، خپل نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې یې په ازاد او مسلکي چاپېریال کې شریکې کړي او د مشورتي ناستو پر دوام، له علمي کادرونو څخه په ملاتړ او د هېواد روغتیايي وضعیت ښه‌والي لپاره یې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.